غزل

ای هغه چې ته يې له نبي (ص) نبي (ص) له تانه

Hamza Shinwari

ای هغه چې ته يې له نبي (ص) نبي (ص) له تانه

ای چې مور و پلار نبي (ص) په تا قربانول

ای د حوصلې،همت، مېړانې دنگه غره

ستا سره ډغره خپل تندی و ماتول

ای هغه ، معيار د قربانۍ دې چې اکمل کړ

خيري د اسلام له آيينې دې وزدويل

ای ته د بتول(رض) په مقدسو شودو لويه

برخه دې د پاک نبي (ص) په دوش وو سپرېدل

ته دې چې پاکان دې پرې اتلس شهيدان کړل

حيف چې بنيادونه د اسلام يې نړول

ای چې دې احسان په سړيتوب دی تر قيامته

ای د قربانۍ له دوه لېمو نظر حسينه (رض)

مست چې د انسان ضمير په ميو د دنيا شو

تا دا بې خبر کړو په ايثار خبر حسينه(رض)

غوټه دې جبين چې شو تيرې وبوږنېدلې

را دې ووړ د رشد و هدايت سحر حسينه (رض)

تېر شوې له عباس (رض) او له اکبر (رض) او له قاسمه (رض)

لاس شول در نه غوڅ او هم نظر ځيگر حسينه (رض)

ځار دې د مېړانې چې دې هر څه قرباني کړل

ټيټ دې د گمراه په مخ کې نه کړو سر حسينه (رض)

ای چې قافله دې شوه تالا په دې مقام کې

راغله ستا سلام ته قافله د پښتنو ده

تاته وسيله مو د قيدي زين العباده

مونږ ته نظر بويه زمانه د زولنو ده

لرې آفتونه دې زمونږ د دين دنيا دي ـ

راکړه محبت کې چې هم سوځو هم گډېږو

خوښه زمونږ دغه وظيفه د سپېلنو ده

مونږ ته هم جذبې د قربانۍ ښه برخه راکړه

بس دغه ارزو د ښکلي دين د لېونو ده

هر خوا ته خوره پرېشاني او ځانځاني ده

پاتې په مسلم کې نه طاقت نه حميت دی

مړې د زړه ډيوې شولې تيره ده په محفل کې

نتلی د لوگي غوندې الفت او اخوت دی

بيت مقدس شو په پنجه کې د يهودو

اوس يې لا يرغل ته د حجاز په لوري نيت دی

مرسته يې حاصل شوه د صليب او د گرجې نه

دېو چې پشتي يې د مسيح همه امت دی

خپل مهدي ته ووايه چې را دې شي

وگڼي روان د فنا لور ته دا ملت دې

عرض مې په اخر کې درته دا په ډېر نياز دی

پورته دې هر لوري ته نشان د بېنوا شي

ستا د ديد، ارمان يې چې په زړه وړی عقبا ته

داسې الفاظ نشته وضاحت چې يې له ما شي

گېر يو په تيارو د ابتلا کې ای امامه!

پورته دې نقاب کړه د جبين نه چې رڼا شي

وايه مصطفی، او مرتضی او مجتبی ته

هم پاکې بتول ته دا تيرې چې وار خطا شي

بيا هغه محفل، هغه ساقي وي، هغه می وي

بيا هغه ماښام، هغه رندان ،هغه صبا دی

تا چې زه راوستی پخپل فضل تر خپل کور يم

ځکه زه د ځان اولاد د خوات غم خور يم

ستا له کوره گېر چاپېر تاوېږم تاته وايمه

ته کړه گناهونه راته عفوه که ډېر تور يم

ستا په درکې واړه دا سوالونه مې قبول شه

مخ مې دی ستا کور ته او زه تاته گډ په شور يم

ستا د عرفان چې مې دا لويه ورځ نصيب شوه

زه به خفه نه شم په دنيا او که په گور يم

ستا چې رحم وشو زما زړه دې صفت خوان شو

زه دې په دې فضل د گلاب غوندې سمسور يم

څوک چې مې کمی کړي هدايت دې ورته وشي

زه صابر حاجي شوم، په دعا د پلار و مور يم

راغلی يې "جامي" نه چرته تلی يې ته

نه ښکته راکوز شوی نه ختلی يې ته

حمزه دی، چې سلام درته کوي او که نه

پخپله خپل مزار لره راغلی يې ته