نظم

اخلاقي ښودنې

Gul Pacha Ulfat

که پخپلو هوسونو زوروريې

که په کور کښې دې هېڅ نه وی توانگريې

چې په غاړه دې د طمع ځنځير پروت وي

خو راټيټ يې که ولاړ په جگ منبر يې

حق که پټ کړې د خوږې مړۍ د پاره

هره ورځ که يې روژه هم خېټور يې

که دې خپل فکر او خيال وي پخپل واک کښې

که لښکر او نوکر نه وي هم افسر يې

کار عمل ته چې دې گورم تور کودی يې

مگر خلقو نه پټ کړی سپين څادر يې

په لېوانو خپلو خورې پردی مالونه

سپين سپېڅلی لوی سړی لکه سپين غريې