نظم اخلاقي ښودنې (2) Gul Pacha Ulfat Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 عزت نشته زورورو په حضور کښې لويې نشته تکبر او په غرورر کښې 02 قبلېدل دچا په در کښې لوی ذلت دی که نقصان نه وي په سترگو او شعور کښې 03 له معنی او له کمال سره اشنا شه موندل کېږي لوی عزت د علم نور کښې 04 خوشحالي په ډېر دولت اومال کښې نشته ښه ژوندون بويه د زړونو په سرور کښې 05 دحسد او حرص خاوند په اور کړېږي لئيمان وي شپه او ورځ په سره تنور کښې 06 ملنگان يې د دوهۍ په غاړه مومی کوم تودوالی چې مالدار مومی سمور کښې 07 څوک چې نه لري يو بل ته اميدونه د هغه په کور کښې خدای ايښی گنجونه Dictionary meaning × Headword