نظم

اخلاقي ښودنې (4)

Gul Pacha Ulfat

چې په سمه لار څوک نه ځي بينا نه دی

چې عمل په علم نه کړي ملا نه دی

که يې فکر ستا له فکره مخالف وي

شپه او ورځ که درسره وی اشنا نه دی

لمر که راشي په تندی باندې له پاسه

ته چې ويښ له خوبه نه يې سبا نه دی

وړاندې وروسته د هر چا ډيوې مړې کېږي

تر سبا پورې څراغ بل دچا نه دی

چې په فکر عقل لوی نه وي ماشوم دی

چې په خوی باندې کمکی وي بابا نه دی