نظم
هلته او دلته
Gul Pacha Ulfatهلته رڼا يې د علم وفن، عقل او حکمت وينم
دلته جهالت وينم
هر چېرې چې گورم اتفاق ملي وحدت وينم
دلته عداوت وينم
هلته آبادۍ دپاره هر څوک کوښښونه کړي
شپه ورځ زحمتونه کړي
دلته ورانول د روغ وجوړښه عمارت وينم
د تخريب قوت وينم
هلته دملت او قام دپاره خدمتونه دی
دلته فرېبونه دی
هلته وظايفو کښې راستي او صداقت وينم
دلته خيانت وينم
هلته يوه بل باندې خاني اوملکي نشته
خوشې بادارې نشته
هر قسم پېشرفت هلته په کار او صداقت وينم
دلته ډېر رشوت وينم
هلته زورور په عاجزانو ظلم زورنکړي
يو له بله شورنکړي
دلته تربنگنی گونديماری رسم وعادت وينم
بعض و حسادت وينم
هلته ښه کورونه ښايسته او پاک قصرونه دی
ښه عمارتو نه دي
دلته په کوروکښې دلړم مار سکونت وينم
سل رنگه رحمت وينم
هلته فابريکې دي عالمونه پکښې کار کوي
ښه زيست و روزگار کوي
دلته يو ه بل پسې خبر ېاو غيبت وينم
زور دبلاغت وينم
هلته له ډېر قهره رېږدېدل او سره کېدل نشته
بد ويل کنځل نشته
دلته پټکې سپورې خبرې او شدت وينم
دې کښې مصلحت وينم
هلته څوک بې فکره بې سنجشه هېڅ يوکار نکړي
بيړه او تلوار نکړي
دلته په کارو کښې ډېر بې فکره جديت وينم
بې معنی سرعت وينم