غزل

التفات کې دنظر که ياره ستا شم

Hamza Shinwari

التفات کې دنظر که ياره ستا شم

اميد شته چې به د غم ځنې رها شم

ما چې يو ورځې درقيب څۀ پروا نه کړه

اوس چې مل يې شو بې ته زه به فنا شم

ما کلونه ستا د در خاورې رانجه کړه

اوس به څرنگې د تا ځنې جدا شم

که دې خوا په مرگ باندې سړېږي

اشاره بويه چې تا باندې فدا شم

تا لاهو کړمه په داسې سفينه کې

نه پوهېږم چې ملاح که مرجوڼا شم

مرور که شې هزار به دې پخلا کړي

او که زه شم، نو په خپله به پخلا شم

ستا رضا به حاصل نه شي په هيڅ رنگ

که هزار ځله قربان په تا حمزه شم