نظم
همدردي
Gul Pacha Ulfatژاړي په غمونو کښې خواخوږی له هر چا سره
سل پتنگان سوزي د يوې شمع ژړا سره
ډک زړگۍ له اوښکو گرځي وريځې په آسمان کښې بيا
څه ژړا ملگري ده د ژونديوې برېښنا سره
ټول باغ ژړېدلی ځکه اوښکی دي دگل په مخ
ډېر لکه لاله داغلی زړونه شته صحرا سره
نه ښايي انسان ته چې د بل په غم غمجن نشي
لويه بدبختي ده که څوک نه ژاړي له چا سره
داسې بې غمي دي خدای په هېڅ کور کښې پيدا نکړي
يوکور کښې چې ويروي او بل خاندي له ليلا سره