نظم
اميدونه را ژوندی کړه
Gul Pacha Ulfatاميدونه را ژوندي کړه خاورو لاندې مايوسی کړه
په نطفه کښې دروغ وژني مړه مرۍ کښې چاپلوسي کړه
د حافظ سوټی چې لگي د يوه بل په سرونو
دا کوتک کوتکماري خو دړې وړې سملاسي کړه
لوڅه توره ژر پڅېږي يايې رنگ خوري يا ماتېږي
تېکي دي لباس دتورې خپله توره لباسي کړه
قدرت ښه دی ورسره چې هم هنروي هم حکمت وي
چې يې نور په جبر کاندي هغه کار په شابسې کړه
توروي دې زړه له سپينه، سپينه ورځ درته شپه ښيي
ورکه دا رڼا دښمنه تکه توره جاسوسي کړه
چې ولس د پاره کار کړي د اولس په خير او گټه
ولس هم ورسره مل کړه رويه هم ولسي کړه
مرور خلک پخلا کړه د قحطي ورکه د خندا کړه
بړوسې شونډې په موسکا کړه بې سببه ډار پانسي کړه