نظم

انجام

Abdul Bari Jahani

زه په هر نن کي د پرون د مرګي نخښه وينم

ما ته خبري د سبا او سباوون مه کوه

زه له آزادو الوتلو بې نصيبه سولم

ما وزر ماتي ته خبري د ژوندون مه کوه

زما دروغجنو اسوېليو ته چي ونه ژاړې

باور زما په فريادونو شواخون مه کوه

ما د صياد له وېري پرېښودل خپاره سېلونه

ما ته خبري د ملګرو د بېلتون مه کوه

د زړه په خوښه د قسمت و دام ته ولوېدمه

لاپي د مکر د حيلې او د افسون مه کوه

تازه د عقل د زندانه راوتلی يمه

راته کيسې د هوښيارۍ د افلاطون مه کوه

ما چي له زړه څخه آرزو د سبا وشړله

راته خواږه خواږه نکلونه د پرون مه کوه

ما په آغاز کي د انجام زڼي ليدل ژړېدم

ما ته فرياد د زمانې د اوښتون مه کوه

چي د ازل ساقي پياله درته نسکوره کړله

بېځايه طمع له کچکوله د ګردون مه کوه