نظم
هوښيار او دنيا دار
Gul Pacha Ulfatاوريدلی مې قصه له روايانو
که يې اوری ای دعقل خاوندانو
په کوم وخت کې چېرته لېرې يومالدار و
سوم بخيل او ډېر بې عقله دنيا دارو
هوښياري پوهه خدای هېڅ نه وه ورکړی
انساني برخه يې ډېره وه نيمگړی
يوه ورځ يې پخپل اوښ له کومې خوا
څه غله راوړله کورته د ربا
ور سره يوسړی مل شو ذيونان
چې حکيم ؤ دخپل عصر او زمان
هغه وويل دا دومره دروند وری
په اوښ باندې دی لوی ظلم او تېری
راته ووايه چې څومره دی داباز
دا بار کړی دې غنم دی او که جوار
سړی ووی له پنځوسو منو تېر دی
دا وری خوپه رښتيا چې په اوښ ډېر دی
مگر څه وکړم چې نه وه چاره بله
ضرروت اوښ ته دا رنگه پېښو له
يوانډی ډک شو ترخولې دسود په حوارو
له ناکامه مې بل ډک کړلو له خاورو
دې د پاره چې انډول شي برابر
اوښ ته جوړ شو دروند وری لکه يو غر
حکيم ووې بار اوپېټی د نادان
يوپه دوه دي په رښتيا په دې جهان
خاورې مه وړه خو شې مه در نوه بار خپل
واچوه دواړو انډيو کې د جوار خېل
چې سړی دده وينا ته لږ څه ځير شو
ډېر خوشحاله د حکيم په ښه تدبير شو
خپل ملگری ته يې ووې ای لقمانه
په تدبير اوعقل زيات له ټول جهانه
ته چې دومره ډېر ښاغلی او هوښياريې
راته ووايه چې څومره دنيا دار يې
سره او سپين څومره لرې او ځمکه څومره
چی خدای تا لره درکړی عقل هومره
حکيم ووې هېڅ شی نلرم فقير يم
خو خاوند د عقل و فکر او تدبير يم
مال مې څه کړې مشوره مې کړه قبوله
سره او سپين نشته نه ځمکه يوه پوله
سړی وويل ستا نه منم خبره
گڼم خپله ناپوهی له تانه غوره
څوک چې مال او دولت نلري هرگوره
د هغو مخونه هېڅکله مه گوره
ناپوهی د بډايانو يو په سله
ده بهتره ستا له عقل بې حاصله
د هوښيار او دنيا دار قصه شوه خلاصه
اوس د خدای دربارته جگ کړی دواړه لاسه
پروا نشته که قصه رانه دعا شوه
ځکه ماته اوس پيدا دا تمنا شوه
خدای دې نه کا علم وپوهه دومره خواره
چې ناپوهه بډای کښېږدي ورته غاړه
له دې ملک او دې وطن نه دی وی لرې
دغه رنگه بې قدري دا رنگ خبرې
ړوند دې شي هغه بډای او معتبر
چې به گوری فضليت په سپک نظر
دا هېواد دې خدای ساتي له داسې حاله
چې معنا به څوک نه وينی بې له ماله
مال دولت د بډايانو دې مدام وي
خو دعلم لوړ بيرغ ته دې سلام وي