نظم اوس به څه ليکې شاعره Abdul Bari Jahani Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 پر انګړ يې د پاتا كمبلي ژاړي پر تېر سوى دى ناورين د زورورو 02 ماشومان يې بلاګاني په خوب ويني افسانې د برېتورو، ږيرورو 03 د هر پلار كيسه د زوى په وينو سره ده هره مور ده پرهارونه د ناصورو 04 كډي كوم وطن ته وړي دا كور خرابي اوس به څوك اوري آواز د پردېسانو 05 كوم ولات كي يې درمل ورته ليكلي څوك به اوري فريادونه د زخميانو 06 څوك به غوږ نيسي نارو ته د بې پلارو څوك به وژاړي سلګۍ د يتيمانو 07 څوك به بيرته لوپټه د خور پر سر كي څوك به نيسي ګرېوانونه د غازيانو 08 د نښتر وني جنډۍ سوې د قبرونو لا رواني دي جوپې د شهيدانو Dictionary meaning × Headword