غزل عقلمند چې د خپل عقل په لمسون ځي Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 عقلمند چې د خپل عقل په لمسون ځي لېوني په اشاره دخپل جنون ځي 02 تله راتله وي همېشه د نن رباط له سبا ځي نه چې راځي نه چې پرون ځي 03 سرکوزي زما نظر زده کړې نه ده ناممکن چې سرلوړي به د پښتون ځي 04 د مقصد د پاره حاصه زلزله وي تل د ځمکې ته هر آن کله قارون ځي 05 خبر نه يم ستا له برنده التفاته هر نظر دروېزه گرولی ممنون ځي 06 دوه جهانه يې دوه گامه دې د نفس کړل خدای زده چرته به د دوو سترگو مفتون ځي 07 لېونتوب ښکاري حمزه چې عقل پوخ شي سل مفهومه يو گفته شي نور مضمون ځي Dictionary meaning × Headword