نظم
ارغوان
Abdul Bari Jahaniدارغوان له سرو ګلونو سره مينه لرم
زه چي سره ګل د ارغوان ته ګورم
په هره پاڼه كي يې ځان وينمه
لكه ښاخلې چي يې زما وينه لري
لا ارغوان چي زما په وينو كي وي
زما په رګو كي ارغوان بهيږي
لكه چي زړه مي وي له ده سره پيوند وهلى
لكه نفس چي مي له ده سره وي ژوند منلى
دى زما په ساه ژوندى دى
دى زما په وينه پايي
د ده له پاڼو سره
دا زما رګونه ښايي
روح مي د ده له ميني
ناڅي سندري وايي