غزل

ارمان ستا د روضې به شي ارمان زما د عمر

Hamza Shinwari

ارمان ستا د روضې به شي ارمان زما د عمر

بيا هم دغه ارمان په شي جانان زما د عمر

ستا عشق او محبت دې شي عنوان زما د عمر

بيا ختم په وصلت مه شه داستان زما د عمر

والليل به کړمه ورد ک که د فراق ظالمې شپې وي

خندان په والضحی به شي گرېوان زما د عمر

دا ستا په ياد کې اوښکې دې په مځکه مه شه تويې

روښان دې په دې ستورو وي اسمان زما د عمر

يو ځل دې که زه ياد کړمه گونگي به شي وختونه

بيا هېر به زمانه کاندي گردان زما د عمر

که ستا کرم يې کړي د سرابونو نه په ډډه

منزل ته به سم ورسي کاروان زما د عمر

حمزه زړه يې د آل په غلامۍ لره تل جمع

دفتر دې هم په دې کې شي پرېشان زما د عمر