غزل
عرش چې کړي لړزان هغه ته آه ورسايي وايي
Hamza Shinwariعرش چې کړي لړزان هغه ته آه ورسايي وايي
کور چې د خپل زړه وران کړي هغه ته سودايي وايي
عشق له يار اشنا کړمه جدا، ځکه رسوا شومه
ځکه سبا به ته هم انگشت نمايي وايي
ډک دی د نقوشو د کثرت د ماسوا ځنې
حال د زاهد نقش د سجود ريايي وايي
گونه د هوا سترگې يک بينې ته اړم کړه تا
گورې چې د يو په ځای دوه، دې ته اشنايي وايي؟
تشه سفينه د عق په بحر کې لاهو زما
حال مې د فرقت درته کچکول د گدايي وايي
لب مې د خيال خوب کې بوسې د تصور کړي
حال راته دا کيف او مسرت د سبايي وايي
زه چې د هر څيز نه قربانېږم پکې يار وينم
يار ته زما گوره هسې ماته هر ځايي وايي
دور چې شي نسبت هلته بيا کار د غيرت څه وايي
ځکه عاشقان همه وصلت ته جدايي وايي
لوی هم دا مقام دی ای حمزه چې بې مقامه شې
هېڅ چې کتی نه شې هم دېته صفايي وايي