غزل
اشنا که مې له حاله خبردار شي رابه شي
Hamza Shinwariاشنا که مې له حاله خبردار شي رابه شي
اوس مست په خپل جمال دی چې هوښيار شي رابه شي
محسوس له ډېره حسنه کړي خوبرو کمي د حسن
اوس بويه بويه خلاص يې چې سينگار شي رابه شي
ښايست يې کړه ځواني د بې نيازۍ په خوب ويده
يو څو ورځې خمار دی چې بيدار شي رابه شي
د شپو ورځو په رنگ کې مې چشمان دي لاغلط
حاصل د انتظار چې انتظار شي رابه شي
حمزه وصال خو مرگ دی ته يې غواړې نه راځي
وار وکړه چې دې ژوند وي چې يې وار شي رابه شي