غزل عاشق وي نيولی تل په لاس کې سر پاس Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 عاشق وي نيولی تل په لاس کې سر پاس تل غړېږي يې په سترگو کې جگر پاس 02 قرباني غواړي ديدن د تورو سترگو منتظر وي پرې د وروځو دوه خنجر پاس 03 دعاشق د آه لوگی يې حاله شوی که هرڅو لرې اسمان کې دې قمر پاس 04 د عاشق د صداقت نخښه هم داده چې رقيب هم کښېنوي په سترگو سر پاس 05 په مکتب کې د فنا چې طالب نه شي مهرويان دهغه نه کوي اکثر پاس 06 په محفل کې ادب وايي گوره ښکته مستي وايي غنيمت دی يو نظر پاس 07 په دېگدان باندې حمزه دعشق سوخته شه چې خارج دې شي دکل ځنې جوهر پاس Dictionary meaning × Headword