نظم

هسکه پاميره

Abdul Bari Jahani

هسکه پاميره د غرونو ميره

بيا دي پرتې دي واوري پر ږيره

بيا دي لمن ده د کيسو ډکه

د چا له فتحي، د چا له ويره

زما دروړی لښکر د ټکو

پر سر دي اوري سره آفتونه

د حوادثو ځولۍ درسيخ سوه

د تورو وريځو ياغي پوځونه

بيا دي په غېږ کي پنجشېر ياغی دئ

بيا درنه رپي د خلکو زړونه

بيا دي ښکاره کړې پولادي موټي

بيا دي له زوره ډک سوه رګونه

بيا دي شل کړي بيا دي مات کړي

د چا لاسونه د چا غاښونه

بيا له سکندره لاري دي ورکي

بيا يې خوږمن دي ټول اندامونه

بيا دي چوغې ته اړم سول غشي

بيا دي پر تړو ګرځي ټانکونه

بيا امتحان دئ بيا ازموينه

بيا د سلګونو فتحو يادونه

بيا دي پر څوکو واوري لمبه سوې

بيا دي ګرېوان ته توی سول اورونه

بيا دي لمن کي د مرګ نارې دي

بيا دي درو کي ورک سول پوځونه

لا درکي سته دي زړې سکروټي

لا درکي خوځي پلرنۍ وينه

درته يادېږي تېري خبري

لا درکي اوسي پرونۍ وينه

لا درکي ګرځي زاړه پلرونه

لا درکي زېږي نوي مېړونه

لا دريادېږي د زمرو مېني

د بري چيغي زاړه نکلونه

لا دي هستېږي پر لوړو څوکو

د عقابانو کلي کورونه

درباندي ګرځي تېري مښوکي

ښکاري منګولي. ياغي وزرونه

لا دي خروښېږي پر سختو کاڼو

د قهرېدلو اوبو موجونه

لا دي غړومبېږي په کړنګو کي

خړي باډاسکي وحشي سېلونه

لا دي لړزېږي له قهره موټي

لا دي سينه کي زلزلې پاڅي

لا دي مستېږي جنګ ته رګونه

لا دي پر ګارو سېلونه ناڅي

څو چي نړۍ وي ژوندی به پايې

څوک چي اوسېږي ستا پر لمنو

کيسې به نه سي د زمان هېري

ستا د پلرونو ستا د زامنو

څو چي جهان وي هسکي به اوسي

ستا د لمني پولادي پرښي

ورکي به نه سي په افسانو کي

ستا په درو کي د وينو کرښي

څو چي اسمان وي څو چي زمان وي

ستا خرخښې به پکښي يادېږي

چي تا ورکړي د غضب غشي

نه به مړه کېږي نه به رغېږي

څو چي دا مځکه څو چي انسان وي

ستا به داستان وي او ستا خبري

هېر به يې نه سي کاري وارونه

که اسکندر وي که سرې لکښري

هی در واري سم د ګوربت کوره

ستا له درو نه ستا له شېلو نه

ستا له عظمته ستا له قدرته

له لوړو څوکو له ګړنګو نه