غزل

اسو ايله دمينې ابتدا ته رسېدلی يم

Hamza Shinwari

اسو ايله دمينې ابتدا ته رسېدلی يم

زه چې د ادراک و منتها ته رسېدلی يم

ستا دهغو برندو سترگو يوکاته توبه توبه

څومره بوږنېدلی، ټپرېدلی، غورځېدلی يم

نن دې په محفل کې د اشنا غوندې گړ بړ وکړ

زه دې په دې نوي غيريت ښه پوهېدلی يم

ښخ د زړه قدم مې ستا دمينې په نقطه و تل

څۀ شي که پرکار غوندې چاپېره گرځېدلی يم

ښه شوه گله ښه چې زما اوښکو په خندا نه کړې ته

زه که ترمې ترمې د شبنم غوندې لوېدلی يم

تود مې د پښتو ادب محفل هم ځکه وساته

زه لکه د نمر چې تل پخپله سوځېدلی يم

مل د انتظار سره زما نا اميدي وه تل

هم به مې شوگير و هم له خوبه زنگېدلی يم

ستا دهندو زلفو په ځنگل کې ورکېدی نه شم

زه يم روهيلی په پښتونخوا کې زېږېدلی يم

ما حمزه به خود په سترگو سترگو کې اشنا رټي

زه په ډېره پوهه کې ناپوهه پوهېدلی يم