غزل

اسوېلو مې جوړ په زړه کې کړ طوفان

Hamza Shinwari

اسوېلو مې جوړ په زړه کې کړ طوفان

ياره لاړ شه چې هنگام دی دباران

ستا په غشو د ستم مې ديد سوا شو

نه درنېږي په بڼو باندې چشمان

مگر تا و ته معلوم نه يم ناجاڼه

چې ستم کړې په بهانه د امتحان

حيرانيږم چې زه څنگه درته گران يم

ښکليه ته چې زما خون گڼې ارزان

هر چې غواړې د حمزه په سر او سترگو

ولې نه په بهانه د امتحان