نظم
اعتراف
Abdul Bari Jahaniليري سئ خيالونو له ما ليري سئ
زه له خپله ځانه بېګانه يمه
نه پر سر اورونه لګولای سم
نه د چا د شمعي پروانه يمه
ليري سئ زما لېونۍ هيلو
زما سينه کي ځای د نڅېدو نسته
زه د ځوانيمرګي خوښۍ کلی يم
کور کي مي کيسه د اورېدو نسته
نور نه د ساقي سره آشنا يمه
نه د خم په طمع ورغلی يم
نه مي د چا جام په شونډو ايښی دئ
نه د چا په صف ورکښېوتلی يم
نور مي له آوازه مستي نه زېږي
زړه مي د خيالونو هديره سوله
نور د چا محفل کي بلېدای نه سم
مړه سوه د آرزو شمع تياره سوله
مه غواړئ له ما نه فرهادي کيسې
زما په افسانو کي شېريني نسته
زه له خپله رنګه رابېل سوی يم
زما په بې رنګۍ کي رنګينۍ نسته
ما ته د ګرداب خبري مه کوئ
زه له توپانو راتښتېدلی يم
ما لا د سېلاب څپې ونه ليدې
زه تشو خوبونو وېرولی يم
ما ليده چي زما د وړکتوب ياران
څرنګه زمان د مرګي شومه کړه
زما په ګلو بار بوټي يې لاښ کړله
ما يې د ژوندون برخه له کومه کړه
ما ليده چي يووړه د مرګي څپو
ډکه له ژونديو ارمانو لړۍ
ماتي کړې نامردو جلادي لاسو
سپيني د صفا او د الفت کړۍ
ما ليده چي تورو ځنځيرونو کي
پورته دردېدلي آوازونه سول
ما ليده چي اوسپني به مستي سوې
مات به په وهلو کي هډونه سول
ما ليده چي څرنګه د ژوند په نوم
څوک د مرګي غېږي ته ورتللای سي
څرنګه د ستري آزادۍ پر لار
خپله آزادي قربانولای سي
ما ليده چي ماتي ککرۍ سولې
ما ليده چي ورک يې لحدونه سول
ما ليده چي توی سوې بې ګناه ويني
رنګ د چا برېتونه او لاسونه سول
واخيستې جونګړي د توپان څپو
ړنګ د خلکو کلي او ښارونه سول
سرې لمبې د توپ له سينې والوتې
اور د چا د هيلو جنتونه سول
زه په غړېدلو سترګو غلی وم
زه د جلاد سترګو وېرولی وم
ما د آزادۍ نوم اخيستای نه سو
زه د مرګ له نومه لړزېدلی وم
ما ويله نه چي زما مرۍ به هم
چيري د قاتل منګولي ونيسي
زما کورګی به هم چيرته خراب کي څوک
زما انګړ به هم ناولي ونيسي
ما ويله نه چي خزانې سيلۍ
زما د ګلو لښتي رانسکوري کړي
نه چي څه نرۍ څپه يې ووهي
توري وريځي جوړي باندي سيوري کړي
زه د مرګي بېري د تاړاک وهم
ليري له ملکونو اړولی يم
زه د ژوند په لټه د خپل کور څخه
دلته د پردو غېږ ته راغلی يم
مه اورئ! زما افسانې مه اورئ
پرېږدئ، نوري زما زمزمې مه اورئ
چا چي خپل انګړ بل ته پرې ايښی دئ
ځئ د هغه چا ترانې مه اورئ