نظم
آزادی
Gul Pacha Ulfatشهرت د عقل له نامه د افلاطونه نه ي
د ازادۍ مينه هېڅکله له پښتو نه نه ځي
که هرڅو لاړ شي له دې د هر او جهانه ځنې
د بل له جغ لاندې ژوندی ويښ ملتونه نه ځي
د ازادۍ معراج ته نه رسېږي هغه کسان
چې د غيرت او ننگ په لار کې يې سرونه نه ځي
په توره باندې چې مړنه شي څوک يې نه پېژني
داسې مزار ته پښتنې ملالی نجونه نه ځی
سر و مال ځی دعشق په لار کې خاورې کېږي زړونه
د ليلی مينه پس له مرگه له مجنونه نه ځي