نظم
آزادي
Gul Pacha Ulfatپه شړۍ کښې ښه يم زه آزاد فقير
نه ورېښمو کښې چينجی غوندې اسير
په خمتا کښې حرازاد ښه دی سل ځله
له غلامه چې لباس يې وي حرير
دوژغنو په کېږدی کښې که آزاد يم
يووېښته به يې ورنکړم په کشمير
په ويجاړه کښې مرغه ځاله کښې خوښ وي
په قفس کښې د سروزرو وي زهير
چې مرغان په هواوينم چرگ په ځمکه
راته ياد د اسارت شي بدتاثير
همېشه اسير مرغه دي خوړل شوي
او بڼکی يې بالښت دخان او مير
له ليندی دا سارته چې څوک خلاص شي
بې وزرو په هوا ځي لکه تير