نظم

آزادي

Gul Pacha Ulfat

باداري د زور او زرو چې کړي ورکه

ده همدغه آزادي وړ د تقدير

آزادي ده ژوندانه لره اکسير

لوی دولت دي ورسره خير کثير

په عادي نظر کتل ورته گناه ده

ناپوهي ده د وجدان او د ضمير

پت عزت د ژوندانه آزادي بويه

بې له دې وي ژوند ذليل خوار و حقير

آزادي د تن او غړو څه په کار ده

که دې فکروي تړلی په ځنځير

چې آزاد فکر لري په جېلخانه کښې

دی ازاد دی نه غلام غوندې وزير

چې وطن او ملک ازادوي کله ښايي

چې يې خلک د څو تنو وي اسير