نظم
بابا
Gul Pacha Ulfatخپل نيکه ته لمسو وويل بابا
احترام به دې کوو سبا بېگا
بر به ناست يې ښکلوو به دې لاسونه
جوړوو به درته ښه عبا قبا
سموو به دې پڼې چې چېرته ځې
ته به مخکښې يې روان او مونږ تر شا
په ادب کښې به هېڅ نه کوو تقصير
مبارکه گڼو ستا د لاس امسا
ستا وجود دی غنيمت زمونږ د پاره
ته نور هېڅ مکړه کوه راته دعا
نوم به ستا وي او کارونه زمونږ لاس کښې
تا به ساتو لکه خپل پير او پېشوا
خو زمونږ کار کښې کار مه لره مونږ پرېږده
خپلې خوښې ته چې هغه کړو که دا
دا د ستور دی چې زامن يې شي دکار
د کاله واک و اختيار ورکوي پلار