غزل بد کوم که ښه کوم، دچا راسره څه Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 بد کوم که ښه کوم، دچا راسره څه خوښ يم چې زه کوم، د چا را سره څه 02 حال د زړه مې څه پوښتې مَېن يمه مَېن دا اقرار په خوله کوم، د چا راسره څه 03 لوی دي که واړه دي خو بس زده يې پېغورونه زما زده هر چې زه کوم، د چا را سره څه 04 ما په دواړه کونه کې خپل يار دی غوره کړی زه ورپسې تله کوم، د چا راسره څه 05 يار ته مې خوږه هره ادا ده لکه شهد ای که زه تراخه کوم، د چا را سره څه 06 پور دې دعقل کړي رانجه چې ديد يې سم شي ښه ده زه کاږه کوم، دچا را سره څه 07 زه حمزه بل کار بغير د يار د نوم له ورده نه کومه نه کوم، د چا راسره څه Dictionary meaning × Headword