غزل
باده ده چې را اوري که حجرې وې ميخانې شوې
Hamza Shinwariباده ده چې را اوري که حجرې وې ميخانې شوې
ميخانې شوې بې درېغه فضاگانې پښتنې شوې
شايد په ميخانه کې د ماښام بلې ډيوې شوې
راځئ چې ځو ملگرو د اسمان لمنې سرې شوې
زاهده دا چې سره دې د توبو په مخکې نشته
که پوهه يې ښېرې دي د شرابو، در پسې شوې
گرېوانه رب دې مل شه رنگ په رنگ گلونه راغله
نگهت کوي لمسون د وحشتونو سلسلې شوې
د نمر په پلوشو دگل د مخ نه پرخه تښتي
پيدا په تود نظر مې د اشنا په مخ خولې شوې
چې ښکلي نن سبا په آيينو کړي مينه ډېره
موسکي مې ارمانونه دي روښانه شوگيرې شوې
سلگۍ وې بې ترتيبه خو چې ستا په تصور وې
پيدا پکې يو هسې رنگ ښکلا شوه چې نغمې شوې
رندانو ته ورځې په پسرلی کې خدای دې خير کړي
شايد په يخ موسم کې دواعظ وينې تودې شوې
شک نشته مخ په وړاندې به منزل مومې بې تگه
ښکاره چې درته چرته د وختونو اديرې شوې
دا مړه گلونه بيا چې په سپرلي کې را ژوندي شول
په بېرته د حمزه د حسرتونو شونډې شنې شوې