غزل

بدرنگي دې په ښايست کې سينگار وينم

Hamza Shinwari

بدرنگي دې په ښايست کې سينگار وينم

دا نقشونه نازکۍ لره بار وينم

چې په عشق کې د خپل تن پاتې شوم سوری

ياره اوس راغلې په لاس کې دې هار وينم

په رگ رگ کې دې ځواني کړي غځوني

ورک دسترگو دعاشق نه ځمبار وينم

د اصول په نقطه ښخ لکه پرکار شوم

د گردش په دايره کې قرار وينم

يم يو عکس ، پټ ښکاره له خپله ځانه

ځان په خپله آيينه د کردار وينم

کړه خورې زلفې ورېځې گورې گورې

چې په سترگو کې دې ست د خمار وينم

په خندا مې مړغېجن د ځوانۍ گل شو

چې په شونډو دې خندا د بهار وينم

دا سپرلی دی؟ چې په وير دي څو بلبلې

څو گلونه گرېوان څيرې په دار وينم

بدرگه به دې کړي لوټ کاروان د حسن

د ړندې ځوانۍ په لاس کې مهار وينم

دا په زړه کې مې ستا مخ دی چې موسکی دی

که زه تندر په فانوس کې حصار وينم

حمزه پټ يې د ليلی در نه محمل کړ

دا پرده د اسوېلو د غبار وينم