غزل

باغوانه زيری مې درباندي پسرلی راغلي

Gul Pacha Ulfat

وخت د ګلانو او موسم ډير ګلالی راغلی

داپه سحر کښي غوړېدلی د ګلاب غوټۍ ده

که د ښادۍ په ورځ د سروزرو تالی راغی

دغه شنې پاڼې دی چې ځان پکښې سوسن پټ کړي

که له جنته د خلعت ښا يسته کالی راغلی

بلبله ګرزي خپل پردی باندې دازېری کوي

چې ګل ته ګورئ بيا زما ښايسته لالی راغلی

اوزي  صحراته  ښايسته جونی ګلانو پسي

د فرش د پاره غرورغوته شنيلی راغلی

بيا د الفت او محبت نارې بلبله وهي

په ګرمجوشي کښې بهار څومره بريالی راغلی