غزل
بلبل پوه په عاقبت دگل ژړا کړي
Hamza Shinwariبلبل پوه په عاقبت دگل ژړا کړي
گل يې پوه نه دي په ژبه چې خندا کړي
د سپرلي په تله راتله کې فکر ښه وي
چې طلب د رنگ او بوی کوي خطا کړي
له خپل نفس سره ډېر جنگ مه کړه عاقل شه
هسې نه چې چرته صلح پرې بنا کړي
له شېخانو لرې گرځه که راز غواړې
ښه رندان دي چې وينا صفا صفا کړي
گل له خار سره يو ځای راځي بهار شو
عاشقان به په تش ست صنم پخلا کړي
زه سپوږمۍ ديار له نوره يم خبر شه
چې له نمر نه گواهان غواړي خطا کړي
که زاهد په کرامت مست وي نو وي دې
خو تر کومه به دبام په سر گډا کړي
د وصال له بېخودۍ نه به څه وايم
چې په دوو مېنو کور کله بيديا کړي
ځان دځان په آيينه کې گوره پاڅه
څوک چې ورک شي په حيرت کې تماشا کړي
عاشقان به ولې زېړې گونې نه وي
د ښايست مياندې چې سره بچي پيدا کړي
چې د درد په اوبو عقل اودس وکا
سهوه نشته که بيا مونځ دعشق ادا کړي
مېلمستيا د زړه د غوښو کړم بڼو ته
کړي اغزي رنگين اودس، د گل ثنا کړي
زه حمزه د چا د سوي زړه لوگی يم
چې فنا مې منزلونه تر بقا کړي