غزل

برباد مې کړه عثمان هاروني

Hamza Shinwari

برباد مې کړه عثمان هاروني

آباد مې کړه عثمان هاروني

يو دشت د ابتلا و، اوس ترې تېر يم

يوجال مې و دا تيره اوس پرې گېر يم

تا هېر کړمه اوس خود له ځانه هېر يم

راياد مې کړه عثمان هاروني

دنيا زما د خيال دې کړه گل پوشه

راوځي اسوېلي نگهت فروشه

بلبل مې لا د زړه دی بې خروشه

فرياد مې کړه عثمان هاروني

يو برق يم په اسمان کې د بلا يم

يو څاڅکی يم له بحره را جدا يم

گلشن دی مړاوی شوی زه سبا يم

آزاد مې کړه عثمان هاروني

محبوب يم رسولی هسې راز ته

کړې غوږ به د کرم زما آواز ته

فرياد چې وکړم زه غريب نواز ته

لا شاد مې کړه عثمان هاروني

راويښه مې که تا کړه اوده مينه

کړم جوړه په د عشق لاره سنگينه

حمزه او ستا يوه خندا شېرينه

فرهاد مې کړه عثمان هاروني