غزل

بس حيرت دی هېڅ نشان د حيران نشته

Hamza Shinwari

بس حيرت دی هېڅ نشان د حيران نشته

د جهان په آيينه کې جهان نشته

چې د گلو خندني مخونه گورم

هسې وايم چې هېڅوک پرېشان نشته

زه په عشق کې په هغه ځمکه ولاړ يم

چې فضا يې د محشر ده اسمان نشته

بړبوکۍ د چا د خاورو ده تاوېږي

سودايي زړگيه کښېنه کاروان نشته

ارمان دادی چې ارمان مې پاتې نه شو

څومره لوی لرم ارمان چې ارمان نشته

اسوېلي مې په زړه گرځي اوښکې چرته

ددې ابر په جهان کې باران نشته

د حسرت وينه حنا د تمنا شوه

جوړ حمزه د زړه گرېبان نشته