غزل
بیا وطن ښکاري تازه نوی بهار دی بیا په غاړه دهر چا دګلو هاردی
Gul Pacha Ulfatباغ کې ځوړند دي دګلو امیلونه ته خو ګوره ورته ! څنګه ښه ګلزاردی
هر طرف ځانګي ښایسته غنچې دګلو دمستۍ دوره راغلې په بلبلو
ښې نغمې له هرې خوا غوږو ته رسیږي په رښتیا چې بهار وړ دی ستایلو
نن هر چاته خپله سیمه ښه ګلزار دی دا تا ثیر خدای نصیب کړی دبهار دی
مرغې باغ کې دي خوشحاله زرکې غرو کې هر طرف ته چې نن ګورې لا له زلر دی