غزل
بیا راغلی پر وطن دی نوبهار
Abdul Bari Jahaniبیا نسیم غوټۍ شیندلي پر گلزار
شپې ځولۍ د پرخي راوړي تر گلونو
غېږه ډکه له شبنم اخلي سهار
بیا د غرو لمني مستي کړې شپېلیو
بیا جوړه سو له شپانه سره مالدار
بیا لښکر د مرغکیو دی راغلی
بیا بورا گل ته سینه سپړي په خار
له سړو بادونوتللي توتکۍ دي
را ستنېږي چی لښکر لښکر په وار
د شینکي آسمان سینه له زاڼو ښکلې
غاړگۍ کی ورته جوړه هر کتار
له باغونو له ځنگلونو پورته کېږي
د بلبلو ترانې هزار هزار
بیا تشېږي ډک جامونه د سرو میو
بیا د خم څنگ ته پراته دي توبه گار
بیا ساقي دی له مستۍ څخه زنگېږي
بیا د زړو له کلي کوچ وکړ خمار
بیا حمید په شنه پیاله کي می راوړي
پر شین زړه لري د سرو شونډو پرهار
بیا خوشال د پښتنو په تورو ویاړي
غوړېدلی په اهاړ کی لاله زار
د ساقي له گوتو سره بڅري اوري
له محفله عقل کوچ کوي په وار
له مطرب سره شهباز او رباب ناڅي
له نغمو پاڅي لمبې کرار کرار
شیخه نن به له مستیو امان غواړې
چی زلمی ساقي راغلی دی پر ښار
د دښتو لمني سرې دي له غاټولو
ږغ د زرکو سو را پورته له کهسار
څه نارې دي څه مستۍ دي څه آسونه
څه سخي دی څه جنډۍ ده څه مزار
گل غونډۍ ته ارغوان دی راوتلی
بیا یې ناوې کړه سینگار د چاریکار
پر دښتونو د پېغلوټو ځي پلټني
له امو تر اباسین اوکندهار
مبارک دي وي گلونه د نارنجو
پرې ټولېږي چی زلمي د ننگرهار
کلي کور ته یې د رنگ جامې اغوستي
گل یې پوري دی په سرو په چنار
څه سندري څه چاربیتي څه غزلي
څه مطرب څه ملنگ جان څه یې اشعار
د کلات پر خړه خاوره لمبې ناڅي
د بادام ونو سپړلی دی انگار
شگوفو یې له سالو دی رنگ دی اخیستی
که سالو ته شگوفو کړ رنگ تیار
په لمن وهي پېغلوټي سره گلونه
په اوربل کی یې ټومبي کتار کتار
سره غورځکه ده په زړه د ارغنداو کی
کندهار راوړي گلونه د انار
د نارنج او د بادام په سیالي وزي
را ایستلي یې ښاخونه دي گلنار
له بېد مشکو سره ځي کاروان د مشکو
تر ختنه یې نسیم وزي په ښکار
هره ونه یې پوښلې ده له گلو
لکه ښکلي پېغلي نه غواړي سینگار
در واري دي سم کوڅې د باتورانو
غبرگي سترگي دي ړندې سي د اغیار
په پېړیو په دې غرونو دې دښتو کي
سول لښکر د میرڅمنو تار په تار
نه په برخه یې سپرلی سو نه گلونه
نه یوه شېبه چا کړی دی قرار
دا وطن په قواله دی د زمریو
په میراث یې پسرلي وړي له پلار
ما ویل چی بیا به دلته پسرلی وي
بیا به رنگ د گلو نه راکوي لار
له خیبره تر مالانه به وطن وي
له پنجشېره تر هلمنده کور د یار
غر او سمه هره لوېشت به یوکهول وي
راته زېری دی راوړی نن رویبار
وایی ږغ دی د سورنا او د ډولونو
کجاوې دي چی راځي پر اوښو بار
په یوه ناره اتڼ ته دي وتلي
ځوان بوډا یې گل ټومبلي پر دستار
د ښایستو پېغلانو شرنگ دی په دښتوکی
پر اوربل یې دي بوتکۍ په غاړه هار
له باغو راځي نغمې د چڼچڼیو
له ویالو راځي ږغونه د آبشار
له گورم سره نارې د گوروانانو
د آسونو له پښو پورته دی غبار
ږغ راځي د شهیدانو له جنډیو
مبارک دي وي نعمت د کردگار
زموږ د وینو برکت دی چی سپرلی دی
تر وطن موکړل زلمي سرونه جار
اوس یې وساتۍ زلمیو بوډاگانو
هم په وینو هم په مټو هم په زیار
هري لوېشتي یې له وینو رنگ اخیستی
له ښارگه د غازي او د سالار
مخ به تور وي د خزان په دې وطن کي
که پیدا مو مشران کړل ایماندار
هېر یې نه کی سره زخمونه د زلمیو
پر دې مځکه د چا نه سی منت بار
د دې خاوري یو څښتن دی یو ملت دی
چی پردي نه کړی د خپل قسمت واکدار
دې وطن کی چی اوسېږي یو افغان دی
نه غلام پکښي پیدا دی نه بادار
چی یې بېل گڼي دښمن دی د دې خاوري
یا یې بولۍ لېونی ، نه دی هوښیار
مبارک مو پسرلی سه افغانانو
تر قیامته دي ژوندی وي دا بهار
څو چي ستوري د آسمان پر سینه ښکاري
چی زمان وي چی لا لمر کوي رفتار
د افغان اولس بیرغ به لا رپېږي
لا به سرې سکروټي پاشي پر اغیار
قصیدې د جهاني به ویل کېږی
پر سخی، پر گل غونډۍ ،پر شالمار.
٢٠٠٥-١٥-٢
ویرجینیا