نظم

بد حاکم

Gul Pacha Ulfat

هر څه کولی شي حاکم د چا پروا نلري

بې له رشوته بل مقصد او مدعا نلري

خدای ورته صبر کوي خلق څه کولی نشي

ځکه له خدايه خوف له خلقو نه حيا نلري

دمظومانو په ژړا يې زړه نرمېږي کله

مرگ يې هېر کړی د قيامت غم او سودا نلري

پنځوپيسو د پاره سل رنگه ظلمونه کوي

د رشوت ځای کې دين ايمان ورور اشنانلري

شدا د فرعون نمرود د ده په دروازه کې ولاړ

کله چنگېز او هلاکو رحم په چا نلري

ډېر بې گناه خلق زندان کې اچولی دی ده

ډېر گناه گار يې خوشی کړی چې گنا نلري

غل او خوني وي تښتېدلی ده نيولی وي نور

چې لاس ته ورشي هغه نيسي هېڅ پروا نلري

هرڅوک وهي او ټکوي بيايي تړی په ځنځير

ظالم مظلوم نه پېژني سترگې بينا نلري

وچ او لامده يوشانته سوزي زړه يې هېڅ نه سوزي

د غضب اوريې دود لري نور او رڼا نلري