نظم
بډای
Gul Pacha Ulfatيويې لوی بولی هغه بل ورته وړوکی وايي
خېټه يې لويه او ککره يې وړه ده ډېره
غله يې ډېره مال يې ډېر دی هر څه ډېر ورکره
مزدوران وږي دي يوه بی بی مړه ده ډېره
کوټه توده ده تشناب تود دی تنورتودوي مدام
هر څه تاوده دی د گدا برخه سړه ده ډېره
کوريې دی نوی کالي نوي دي موټر نوی دی
فکر يې زوړ دی خيال يې زوړاوزوزړه ده ډېره
په يوه سوی مړی خدای نه جنتونه غواړي
له ده سره د آخوت سودا وړه ده ډېره