غزل

بې غم کله د غم جن په غم پوهیږي

Malang Jan

غمجن ځان لره د ځان  په غم کړېږي

دردمندان د ځان په درد کې ویش  او واي کړي

بي درد کله د درد مند په درد خوږېږي

څوک چې موړ وي ټول عالم ورته موړ ښکاري

موړ  د  وږي  په  حا لت  کله  خبرېږي

د جمله زړونو ما لک پرور د ګار دي

بنده  کله  د بنده  په  زړه  رسېږي

ته  پخپل غم و درد زاؤه ملنګ جان

دبل څه دی چی دا ستا په غم زړېږي