غزل
بې غم کله د غم جن په غم پوهیږي
ملنګ جانغمجن ځان لره د ځان په غم کړېږي
دردمندان د ځان په درد کې ویش او واي کړي
بي درد کله د درد مند په درد خوږېږي
څوک چې موړ وي ټول عالم ورته موړ ښکاري
موړ د وږي په حا لت کله خبرېږي
د جمله زړونو ما لک پرور د ګار دي
بنده کله د بنده په زړه رسېږي
ته پخپل غم و درد زاؤه ملنګ جان
دبل څه دی چی دا ستا په غم زړېږي