نظم
بې خبري
Gul Pacha Ulfatپه گودر پېغلو منگي خپل ډکول
يومنگی د ډکېدو وخت کښې ويل
تږي نه يواوبه څکو خونه پوهېږو
چې څه راز به وي د تږی اوبه څکل
په رښتيا چې څوک منگی غوندې ډکېږي
وږو تږو له احواله څه خبرېږي
په کندوانو څوک پړه نه شي اچولی
که په لوږه د خوارانو نه پوهېږي