نظم

بېګانه نسيم

Abdul Bari Jahani

زه هر سهار چي د نسيم مخي ته

د لېونو په شاني څيري ګرېوان

په سرتور سر په لڅو پښو ور وزم

او ترې پوښتم د ورك اشنا حالونه

هغه په بېړه بېړه

ګلونه و سپړي اغزي وكري

او د بلبلو له چغاره سره

په نازولو په پستو پاپيو

په نا اشنا لوري نغمه رهي كړي

ما ته احوال د اشنا نه راكوي

ما كي الهام د نظم نه پاڅوي

زما په رګو كي ويني نه ويښوي

دا د اشنا پر كلي نه تېرېږي

دا نسيم زما په ژبه نه پوهېږي

ده سره نسته د يارانو د ښارونو كيسې ـ

ده سره نسته د پرېسو هديرو خبري

ده سره نسته د شپونكيو د شپېليو آواز

د ده له څنګه د جانان د كوڅې بوى نه راځي

زه به هم نه ور وزم

زه به هم نور د ده په ګونګه او ړنده لاره كي

د انتظار او د اميد سترګي ونه ګنډمه