نظم

بېګانه په نيمه شپه کي

Abdul Bari Jahani

نه ما ليدلې وې په ژوند كي نه تا زه ليدلى

نه مو په ژوند كي يوه بل ته د زړه حال ويلى

نه مو له شپو څخه خوبونه تښتولي كله

نه مو په ژوند كي نوم د ميني و تر خوله وتلى

بس يوه شپه مو چيرته سترګي سره ولګېدې

له هغې شپې سره د دوو زړونو تقدير تړلى

دوو ښكليو سترګو دي سپړل د ميني پټ رازونه

موسكيو شونډو دي سينو كي پاروله زړونه

دلته مي زړه كي ستا د ميني لمبې ولګېدې

هلته رګونو كي د صبر نيلى وسوځېدى

نه ما ليدلې وې په ژوند كي نه تا زه ليدلى

چي يوه شپه مو يو ناڅاپه سره وركړل زړونه

د يوه بل زړه كي مو ولګول سره اورونه

په هغه شپه چي په محفل كي نڅېدلو سره

هغه شېبه په زړه كي دواړه پوهېدلو سره

چي نور مو زړونه يوه بل ته سره وسپارله

د ميني اور كي سوځېدلو ګډېدلو سره

نور مو د تل دپاره زړو كي زرغونه سوه مينه

په يوه نظر مو په رګونو كي توده سوه وينه

نه ما ليدلې وې په ژوند كي نه تا زه ليدلى

نه مو په ژوند كي يوه بل ته د زړه حال ويلى

نه مو له شپو څخه خوبونه تښتولي كله

نه مو په ژوند كي نوم د ميني و تر خوله وتلى

بس يوه شپه مو چيرته سترګي سره ولګېدې

له هغې شپې سره د دوو زړونو تقدير تړلى ـ