غزل بېلتانه کړه په ما تل تر تله شپه Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 بېلتانه کړه په ما تل تر تله شپه ای سحره پخپل غشي وله شپه 02 بس خو مور دزمانې ده نوره شنډه کله ورځ ترې پيدا کېږي کله شپه 03 نن وعده يې د راتلو ده خو حيرت دی چې دا مخې ته بيا راغله څله شپه 04 په فراق کې پردۍ ورځې تېرومه درېغه يو ځل خو مې راشي خپله شپه 05 څه علاج شو د سپوږمۍ چې نه راخېژي خدای ته وگوره وعده کړه بله شپه 06 نن څه کيف ورته زما شوگيرې ورکړ رادبره شوه په ما دوه ځله شپه 07 ما د يار د زلفو روی کړو ورته وړاندې پښه نيولې قدرې نه شوه تلله شپه 08 په مفهوم کې دسکون که فکرمند يې نو بس دا چې ځغله ورځ او ځغله شپه 09 حمزه جار يې د نمر مخ د تصور نه سپينه ورځ غوندې په ما يې کړله شپه Dictionary meaning × Headword