غزل

بېرته نه ستنېږمه وران يم نارينه يم

Hamza Shinwari

بېرته نه ستنېږمه وران يم نارينه يم

ستا طلب که پاتې شو زما نه ارتينه يم

څومره ښکلي راغله ملتفت شو لاړه بېرته

زه لا هغه شان حيرانه پاتې آيينه يم

ستا سمندري خوی مې چې وليدو خبر شوم

زه په ځای غلط ومه، نه سيند يم ، نه چپه يم

زه همه زړه سوی شمه بېوزلو ته چې گورم

چرته ظالمان چې دي هغو لره کينه يم

تا چې ما حمزه ته په تاوده نظر کتلي

لا تر اوسه هم په گډېدو لکه نينه يم