غزل

بې نيازه د ساقي له پيمانې يم

Hamza Shinwari

بې نيازه د ساقي له پيمانې يم

باده نوش چې د الست له ميخانې يم

چې زمان و لا رهين دحوادثو

واورئ واورئ زه دهغې زمانې يم

زه په هره زمانه کې په بېل رنگ يم

خو عنوان مدام د خپلې افسانې يم

هغه ساز يم چې مې هره ادا سوز ده

زړه دشمعې يم اشنا د پروانې يم

زه قاصد يم د مضراب د تار تر مېنځه

که چپه دملکوت دترانې يم

زه په خپله دځان يار يم چې حمزه يم

بې نيازه دهر چا له يارانې يم