غزل

بې قراري د زړه قرار کړه چې قرار ومومې

Hamza Shinwari

بې قراري د زړه قرار کړه چې قرار ومومې

ته که دريا شولې، د بحر به کنار ومومې

کلکه وعده چې درسره بې لوظه يار وکړه

زړگيه اوس به ته لذت د انتظار ومومې

وکړه څو څو ځله جفا سم کړه معيار د وفا

لږ خو د لارې نه بې لارې شه چې لار ومومې

ورته څو ځل ورسېدې خو دی هجران هغسې

مخکې خو وپېژنه يار هله به يار ومومې

همه چې کار شې په بې کارو کې به ستا شي حساب

د بې کارۍ نه نا اشنا مه شه چې کار ومومې

د خپل خرد نه ده په کار، نه د وحشت نه گيله

که سلامت په گرېبان کې چرته تار ومومې

د انالحق غږ دې افشا نه ده، اخفا ده حمزه

شه ظاهربين لکه منصور هله به دار و مومې