نظم
بلبل او نسيم
Gul Pacha Ulfatسبا يي چې غوټی باغ کې وخندل
د سحر نسيم ته وويل بلبل
که ته لږ نزاکت سره اشنا وای
ستا په زړه کې که د عشق لږه رڼا وای
د غوټی خندا به تا نه هېروله
د گل شاوخوا به تا دوره کوله
ستا به ځای وشامدام په دې چمن کې
تا به څه غوښته د غرونو په لمن کې
په رښتيا چې صحرايان باغ کې تنگېږي
کورنۍ تربيه هډونه هېرېږي
ته په اصل کې د غرو او د صحرايي
بې تميزه بې شعوره نابينا يې
ته ادراک د جمال هېڅ نه شې کولی
په معنی د مينې نه شې پوهېدلی
نه لرې زما په شان خوږه نغمه
نه توتی غوندی ښايسته ښکلی بڼه
ماته گوره د گل سيمه نه پرېږدمه
په دې باغ کې شپې او ورځې تېرومه
چې د گل پاڼې توئېږي زه کړېږم
چې گلان له بوټو شکېږي زه چغېږم
نسيم ووې چې ستا مينه ظاهري ده
د گل مخ کې ستا همېش شوروزاري ده
د گلشن ته راځې هله چې سمسور شي
چې باغ وسپړي گلونه نو ستا کور شي
نن چې باغ له گلو ډک دی ته وئېږي
په خزان کې دلته کله ليدل کېږي
عاشقان د يار په هجر کې فرياد کړي
ځان قربان په يوه آن لکه فرهاد کړي
په خزان کې ستا د عشق څه اثر نشته
ستا په مينه دگلانو باور نشته
تا په خپل شوروفغان گل پرېشان کړ
د غنچې زړگی دې وينی دا زمان کړ
زه دې باغ ته هر سحر يوځل راځمه
په خزان کې د گل بوټی ښکلومه
که په اصل زه د غرو او دصحرا يم
له هر چا نه په دوستی کې با وفا يم
کری کال ددې گلشن کوم پالنه
ددې باغ دهرې ونې ښه روزنه
زه له غر وراشم تازه دغه باغچه کړم
پيدا تاته دگلانو ښه غنچه کړم
ته اوس ناست يې شپه او ورځ د گل په څنگ کې
زه مدام يم له خزان سره په جنگ کې
زه په اصل خدای پېدا کړم سرگردانه
ته زما بهار پيدا کړې نکته دانه
ته دعوه د نزاکت او محبت کړې
عيب گويي مې د عادت او تربيت کړې
تربيت مې د ښاغلو پستنو دی
چې هر وخت کې مې نظر پخپلو غرودی
شينکی باغ مې دی پرې ايښی ستا دپاره
په خدمت کې يې گرځم ناقراره
ته د چا په احسان هېڅ ته قايلېږې
ته همېش د گل په خوا کې ښه غږېږې