نظم بو علی سينا Gul Pacha Ulfat Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 نه يې سيال نه يې نظير شته په جهان کې بو علي باندې نازېږي افغان ځکه 02 رب ورکړی دې وطن ته استعداد دی ترېنه زيږي دا نامتو فرزندان ځکه 03 د مشرق رئيس او شېخ د فلسفې ؤ ياد وی يې نن د علم دوستان ځکه 04 دده فکر و فانون شفا د پاره په حکمت کې يې موجز دی بيان ځکه 05 چې دده نبض شناسه گوتې نشته د مرض له ويرې رگ دی لړزان ځکه 06 که هر څو ورپسې گرزی نه يې مومی دی ترور او سرگردانه آسمان ځکه 07 ځمکې هسې اولادونه ليدتر اوسه پسې سر په څېړۍ گرزي هر آن ځکه 08 که پخوا ځمکه ساکنه ځای په ځای وه ناقراره يې اوس ويني انسان ځکه 09 راوتلی ؤ له خالې د اسمانه دده فکر کاوه جگ جگ طيران ځکه 10 ډېره لويه هستی شوه دخاورو لاندې بلخ د ده له غمه وينمه وران ځکه Dictionary meaning × Headword