شعر

برغہ سورہ او روانہ

Gul Pacha Ulfat

برغہ سورہ او روانہ

کله چې په ډيوه رېډيو باندې په چاربېته پروګرامونه روان وو ـ ما د همايون

همدرد نه برغه ،سوره او روانه دا نومونه اورېدى وو ـ هزاره د چاربېتې لوے

مرکز دے دلته پښتو،هندکو او ګوجرو په درې ژبوکښې چاربېته وئيلې او ليکلې

شوې ده خودانومونه مې د چانه هم نۀ دى اورېدلى ـ کله چې د اسرين ګل مرحوم

نومونه ليک اوليدل ـ څنګه چې مونږ ټولو ته معلومه ده ـ اسرين ګل تعليم

يافته شاعر نۀ وۀ دا چې چا د هغۀ په ډائرۍ کښې دا چاربېتې نوټ کولې هغه کس

ليکلى وو ـ دا کس څوک کېدے شى ـ د هزارې ملګرو نه داخبره هيڅ پټه نۀ ده ـ

کله چې د "ګل بڼ " مخ کتنه کېده ما په برغه ، سوره او روانه باندې خبرې

اوکړې ځکه چې زما له دې نومونو سره اختلاف وۀ ـ او استدلال مې دا وۀ چې

دانومونه د چاربېتې ددې اقسامود جوړښت هيڅ قسم له وضاحت نۀ کوى۔ لکه مونږ د

مخمس يا د مسدس نوم واخلو زمونږ په ذهن کښې د نظم جوړښت راشى چې مخمس هغه

نظم دے چې يې بند په پنځو مصرعو مشتمل دے او مسدس هغه نظم دے چې بند يې شږ

مصرعې لرى ـ خو دلته برغه ، سوره او روانه ددې قسمه چاربېتو په هيڅ خاصيت

رڼا نۀ غورځوى ـ او بېخى داسې ده لکه تورې غوا له مرچکۍ اوسرې غوا له سورمى

نوم کېښودےشى ـ د ګلبڼ په صــ٣٠ باندې چاربېته ليک ده ـ او د چاربېتې په سر

ليک دى برغه ـ چاربېته ده

سر:

دمجنون غوندې مې پرېښودکلےکورخلقه

د لېلې مينې ستى کړمه په اور خلقه

کړه:

د لېلې مينې ستى کړم په انګار باندې

شنۀ خالونه يې وهلى په رخسار باندې

سوېلو سره راتلله په دې لار باندې

مخ يې پټ کړو زړۀ مې پرېوتۀ نسکور خلقه

ماته په چاربېته کښې د برغون هيڅ نخښه نښانه نۀ شى ليدےـ البته د چاربېتې

کړه او د مربع نطم بند يوجوړښت لرى ـ

په صــ٢٢ باندې چاربېته ده چې سوره ورته ليک دى ـ د چاربېتې جوړښت داسې دےـ

سر:

انتظار کښې دې ولاړ يمه جانانه

ملايان وائى بانګونه سبا کېږى

په خندا دې زړګے وړے دے له مانه

څانګې راشه ستا ديدن ته مې زړۀ کېږى

کړه:

انتظار کښې دې ولاړيمه ژړېږم

رڼې اوښکې مې له سترګو نه باران شو

خدائے خبر دے چې په کوم ګناه کړېږم

په زړګى کښې مې افسوس ارمان ارمان شو

باقى عمر مې تمام په بيابان شو

وار خطاجلۍ مې خېژى له دهانه

امېل لرې کړه اودۀ خلق وېښېږى

په صــ٤٥ باندې چاربېته ده چې ورته بيا سوره ليک دى چاربېته ده

سر:

تا په سينه جوړکړو بازار دمينې

نتکۍ پرې تل وهى ټالونه

تېر شو په ما د ځوانۍ وار د مينې

لرم په مخ اوښکې رودونه

کړه:

ستا په سينه د زلفو ټال شته دے

نوې يارى چاته شور اونۀ کړې

درسره هروختې دلال شته دے

شاه جوابونه راته نور اونۀ کړې

زما په زړۀ کښې درته خيال شته دے

کم بختې بل طرف ته غور اونۀکړې

کوه په سپه خوله اقرار د مينې

نازکې شوندې دې لعلونه

د دواړو چاربېتو په جوړښت کۀ غور اوکړے شى ـ د دواړو سرونه په څلورو

مصرعو مشتمل دى اوکړې په اتو مصرعوـ کړه يې د مثمن نظم سره مشابه ده ـ

علامه صېب دواړو ته سوره ليکى صــــ٢٢ باندې چې چاربېته ده ته روانه وائى ـ

علامه صېب د دواړو فرق باندې نۀ دے پوهه ـ په صـــ٢٢ باندې د چاربېتې بحر

په دولسو سېلابونو تر اخره پورې چلېږى ۔

او په صــ٤٥ باندې چې چاربېته ده ددې دجفتې مصرعې سېلابونه همېشه د تاکې

مصرعې نه کم وى چې کومې له کبله ددې په وېنا کښې تندى وى ــ خو زۀ د علامہ

صیب او ھمایون دواړو سره متفق نۀ يم ـ ځکه چې د شعر تقطيع اسان کار نۀ دے ـ

ښه ښه پوهان پکښې تيندک خورى ـ بيا زمونږ مخکښې د غزل مثال دے ـ د غزل ګڼ

بحرونه دى چا غزل د سېلابونو په بنياد نۀ دے تقسيم کړے هم هغه يو غزل دے ـ

کۀ هغه ٧ سلابونو کښې ليکلے شوى وى په ١٢ کښ ېيا په ٢٠ سېلابونو کښې ـ په

صـ ٣٨ باندې چاربېته ده چې زنځيرۍ ورته ليک دى۔

سر:

خلقه تنګ شوم له جفا نه

زۀ لکه مجنون په ارمان ځمه د لېلا نه

سر شوم په ځنګل

کړه:

خلقه زۀ په غرونو سر شومه

ګوره د نصيب دلاسه ګرځم در په در شومه

رائې کړو کچکول

د لوې لارې قلندر شومه

نېشتے خوشحالى عمر مې راغے د خفګانه

سر شوم په ځنګل

دا چاربېتې علاوه د هزارې نه په نورې پښتون خوا کښې نۀ موندے کېږى دا مربع

چاربېتې بدل شکل دے په وائيلو کښې ډېرې خوږې چاربېتې دى

خوزنځيرۍ نۀ دى ـ دزنځيرۍ مثال دا دے

سر:

تور زلفان ښاماران د جانان الول

سپين رخسار سور انار مې د يار ښې شى

کړه:

تور ماران کفرستان شاه مدام کړه ستم

زۀ به څوترې امان د خپل ځان غواړم

په جهان ظالمان داسې نېشتے قسم

لږ دهېان د جانان په ارمان غواړم

کشته ګان شهيدان وژنى مازۀ پرې مرم

سپين دندان درمرجان سرۀ لبان غواړم

په هر آن په کوم شان ناګمان الول

تور زلفان ښاماران د جانان الول

ستا نظر تېز خنجر په تلوار ښې شى

سپين رخسار سورانار مې د يار ښې شی

په دې قسمه چاربېتو کښې زنځير د مصرعې تر منځه د هم قافيه الفاظوپه سبب

جوړيږى ـ په ځنو نورو علاقو کښې کړه بندې چاربېتې ته زنځيرۍ وائى په "چار

بېته پوهنه "کښې پرې بحث شوے دے ـ په صـ٤٣ باندې چاربېته ده

سر:

تور اوربل دې الول په ورځو خور کړو لېلا

ځان دې جوړ کړوچې د چا مرګ له روانه شوې

کړه:

تور اوربل الول په ورځوخوند کوى

لکه څنګه چې ګلونه د صدبر ښکارى

عاشقان دې صفتونه چم په چم کوى

عاشقان دې لېدو له هر يو بند کوى

سور پېزوان جلوه دار لکه د نمر ښکارى

په منګلو دې زما زړګے نسکور کړولېلا

تور اوربل دې الول په ورځوخور کړو لېلا

سوېلو سره ورځې شنه د خندا نه شوې

ځان دې جوړ کړو چې د چا مرګ له روانه شوې

دا چاربېته کړه بنده نۀ ده ـ دا عبدالله استاد د مشهورو چاربېتو په طرز ده

زما ستا ربط په شان له د طوطى او ښارو دے

د کشمير په سر درو کښې به کوو دواړه سېلونه

يا:

لېلا چې نورانى بشر ته اوګورى په شش کښې

راځى پرې سياه دلى د خپلو سترګونه بوږنېږى

ددې چاربېتو سر په دوه مصرعو اوکړه په لس مصرعې لرى ـ حقيقت کښې د کړې

مصرعې اتۀ وى ـ دوه د سر مصرعې په هرکړه کښې بيا بيا تکراريږى ـ اسرين