غزل

بټ د عشق مې کړه هستي لکه نينه

Hamza Shinwari

بټ د عشق مې کړه هستي لکه نينه

لا سړه پرې د رقيب نه ده کينه

په بڼو مې د سينې دېوال سوری شو

منور مې ديار په حسن شوه سينه

چې پولۍ شي بيا په سطح داوبو شي

چوب چې وچ شي نو هله شي سفينه

وم سنگدل ولې الفت د اشنا موم کړم

خارجېږي تل له کاڼي نه چينه

زه حمزه د شه ستار د در فقير يم

که پوشاک مې وي زربفت او پشمينه