غزل
چا چې الفت له بې وفا سره وي
Hamza Shinwariچا چې الفت له بې وفا سره وي
شپه ورځې کار يې له ژړا سره وي
نخښه دغيظ وه پېچ و خم د زلفو
څه به گوزران تورې بلا سره وي
غرق به يې کړي چپې د عشق اخر
څو که تر څنگه نا خدا سره وي
قضا به بې دراتلو نور څه کوي
چې دقضا قضا قضا سره وي
فرياد مې زړه ښکار د مژگانو کوي
دوا د هر مرض دوا سره وي
غم د دارينو هېڅ گڼه حمزه
ستا چې الفت له بېنوا سره وي